ښرنه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا ولايت نږدې اويا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او د نا امنيو له امله ٣٣ ښوونځي يې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
ځاځى وايي چې د پکتيکا له ٣٧١ ښوونځيو څخه يواځې ١٣٢ يې ودانۍ لري او په نورو ښوونځيو کې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې سره لمر ته زده کړې کوي.
هغه وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ۳۳ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
د ځاځي په وينا، د قومي مشرانو په همکارۍ يې هڅې پيل کړې څو دغه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
هغه دا هم وويل چې د نا امنيو له امله نه شي کولاى په ډېرو ولسواليو کې د زده کړو له بهير څخه څارنه هم وکړي.
ده د پوهنې له وزارته غوښتنه وکړه چې د يادو ستونزو د حل لپاره يې اړينې هلې ځلې وکړې.
هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکو په تېر يو کال کې د ځمکو د وقف، د ښوونځيو په ترميم د درسې کتابونو په پوره کولو کې د پوهنې له رياست سره د ١٦ ميليونه افغانيو مرسته کړې ده.
ځاځی زياتوي: ((دا د دې ښکارندويي کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي له زده کړو سره زياته مينه او علاقه لري او د پکتيکا له چارواکو سره په ناستو کې همېشه د مکتب، کتاب او قلم غوښتنې کوي.))
خو د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست نه غواړي په لرو پرتو ولسواليو کې د پوهنې بهير ګړندى کړي.
هغه وايي: ((د پوهنې رياست ښه امکانات لري خو دوى خپله نه غواړي چې سم کار وکړي؛ ځکه دوى ټوله ورځ د خپلو جېبونو په ډکولو اخته دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د نا امنيو له امله په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن