ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک په څو راتلونکو ورځو کې لاسليک کېږي

حکومت: له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک په څو راتلونکو ورځو کې لاسليک کېږي

author avatar
9 Jun 2016 - 14:43
حکومت: له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک په څو راتلونکو ورځو کې لاسليک کېږي
author avatar
9 Jun 2016 - 14:43

کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): حکومت وايي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرو پاتې پړاوونه نهايي شوي او ټاکل شوې چې د سولې هوکړه ليک تر څو راتلونکو ورځو پورې لاسليک شي.

د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل نن خبريالانو ته وويل چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې خبرې پايلې ته رسېدلې، خو طالبانو له پرله پسې غوښتنږ سربېره هم تر اوسه پورې جګړې او د بې ګناه وګړو وژلو ته دوام ورکړى.

نوموړي د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دولت مبارزه برحقه وبلله او زياته يې کړه: ((کوم کسان چې په سوله باور نه لري او جګړې ته دوام ورکوي، موږ هم جګړه ورسره کوو، ځکه چې د هغوى جګړه د افغانستان د خلکو پر ضد ده او دا جګړه د افغانستان خلکو ته زيان رسوي.))

افغان حکومت د روان کال د غويي په ٢٩مه اعلان وکړ چې د حکمتيار له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه ليک مسوده چمتو شوې او ټاکل شوې چې پر نهايي متن يې هوکړه وشي.

حکمتيار او د حزب اسلامي غړو ته د قضايي خونديتوب ورکړه او  د ملګرو ملتونو له تور نوم لړ نه هغه د نوم اېستلو لپاره هڅه، له هغه ژمنو دي چې افغان دولت ياد شوي ګوند ته ورکړې او په مقابل کې يې اسلامي حزب هم ژمنه کړې چې جګړې پرېږدي او د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره په هېواد کې د يوه سياسي ګوند په توګه فعاليت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.