ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات- تورغونډۍ رېل پټلۍ د لومړنۍ سروې کار پيل شو

د هرات- تورغونډۍ رېل پټلۍ د لومړنۍ سروې کار پيل شو

author avatar
9 Jun 2016 - 14:16
د هرات- تورغونډۍ رېل پټلۍ د لومړنۍ سروې کار پيل شو
author avatar
9 Jun 2016 - 14:16

هرات ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د هرات- تورغونډۍ لويې لارې د لومړنۍ سروې کار چې يو ميليون او شپږ سوه امريکايي ډالر لګښت به ولري، پيل شو.

د هرات له ولايت مقامه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات والي محمد اصف رحيمي د هرات- تورغونډۍ د رېل پټلۍ جوړول د اقتصادي پراختيا او د منځنۍ اسيا له بازارونو سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې مهم بولي او او د دې طرحې له پلي کوونکو يې وغوښتل چې په خپل کار کې دقت او چټکتيا ته پام وکړي.

د هرات والي په دې خبرپاڼه کې ويلي چې د هرات- تورغونډۍ رېل پټلۍ چې کشک کهنه، رباط سنګي، ګلران، انجنيل او ګذرې ولسوالیو نه تېرېږي، له تورغنډۍ نه پيل او تر هوايي ډګر پورې غځول کېږي چې شاوخوا دوه سوه کيلومتره اوږدوالى لري.

رحيمي زياته کړه ، ټاکل شوې چې د هرات- تورغونډۍ رېل پټلۍ تر هرات پورې تر غځېدو وروسته د هرات- خواف رېل پټلۍ سره نښلول کېږي او په دې ترتيب سره هرات او افغانستان د رېل پټلۍ له لارې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره نښلول کېږي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، تر دې وړاندې هم په هرات کې د د اووه سوه کلومتره رېل پټلۍ ماسټر پلان تدوين شوى دى.

د هرات والي همدارنګه وويل چې دا پروژه د رېل پټلۍ ملي پروژې يوه برخه ده چې بېلابېل ولايتونه د رېل پټلۍ له لارې له نړيوالو بازارونو سره نښلول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.