ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ګيلان  کې د دوو ښوونځيو زده کوونکو ته دوه  ښوونکي  درس ورکوي

د غزني ګيلان کې د دوو ښوونځيو زده کوونکو ته دوه ښوونکي درس ورکوي

author avatar
11 Jun 2016 - 14:19
د غزني ګيلان  کې د دوو ښوونځيو زده کوونکو ته دوه  ښوونکي  درس ورکوي
author avatar
11 Jun 2016 - 14:19

غزني ښار(پژواک،٢٢غبرګولى۹۵): د غزني د ګيلان ولسوالۍ په دوو دولتي ښوونځيو کې څه د پاسه شپږ سوه زده کوونکو ته د دوو ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کيږي.

د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ د شينګۍ په سيمه کې څه د پاسه پنځه سوه هلکانو او شاوخوا سلو نجونو ته په دوو بېلابېلو ښوونځيو کې يواځې د دوو ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کيږي.

د شينګۍ د لومړني ښوونځي ښوونکي محمد پذير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يواځې ځان څه د پاسه پنځه سوه زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.

هغه وايي چې په ټول ښوونځي کې يواځې درې جلده درسې کتابونه لري چې ټول زده کوونکي ترې ګټه پورته کوي.

پذير وويل: (( ځکه دلته يواځې يم چې د پوهنې رياست زموږ نور بستونه ګرځولي او نورو سيمو ته يې ورکړي دي.))

ده  زياته کړه چې کله نا کله پوليس يې ښوونځي ته ورځي او د زده کړو په بهير کې ورسره مرسته کوي.

هغه وايي: (( کله سيمه ييز پوليس او کله هم ملي پوليس مکتب ته راځي بيا هغوى هم شاګردانو ته درس وايي.))

د پذير په وينا، دغه ښوونځى مدير، مرستيال، سرښوونکى او نور اداري کارکوونکي هم نه لري او ټولې چارې يې دى په يواځې ځان پرمخ وړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې دغه ښوونځى د خلکو لخوا جوړ شوى او د پوهنې رياست تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دى کړى.

ده وويل چې ياده ستونزه يې څو ځلې د غزني ولايت د پوهنې له رياست سره شريکه کړې خو تراوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د همدې لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکي سعدالله پژواک ته وويل چې په ټول ښوونځي کې يو ښوونکى او درې جلده کتابونه لري.

هغه وايي: (( ماته مې کور کې پلار درس وايي خو ښوونځي ته مو کله کله پوليس هم راځې بيا هغوى هم موږ ته درس وايي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.