جلال اباد (پژواک،۲۲ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار او لغمان ولايتونو يو شمېر ديني علماوو د روداتو ولسوالۍ په يوه جومات کې چاودنه وغندله او هغه يې د اسلام پر ضد عمل وګاڼه.
تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د روداتو د حصارک په جومات کې چاودنې لږ تر لږه درې کسان ووژل او ۷۸ نور يې ټپيان کړل.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني په دې تړاو د لسګونه ديني علماوو په غونډه کې وويل، په جومات کې چاودنه د اسلام پر خلاف عمل دی.
حقاني زياته کړه: ((وسله والو مخالفينو چادري يې بدنامه کړه، لونګۍ يې بدنامه کړه، جوماتونه چې د امن کورونه دي اوس هغه بدناموي، په جومات کې دا چاودنه د اسلام د بدنامولو لپاره شوی اقدام دی.))
مولوي حقاني هغه کسان ظالمان او کافران وبلل، چې جوماتونو کې چاودنې کوي.
نوموړي په ديني علماوو غږ وکړ چې د افغانانو د وژونکو پر ضد مبارزه وکړي او د ده په ټکو خلکو ته يې افشا کړي چې د اسلام پر ضد ددوى دا ډول عملونه جهاد نه دی.
هغه پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې ورانکاري او ترهګريز فعاليتونه رهبرۍ کوي او په دې برخه کې همکاري کوي.
ديني عالم مولوي کندهاري په خپلو نسبتا تونده لهجه خبرو کې د روداتو په جومات کې ياده چاودنه د اسلام پر ضد عمل وګاڼه.
هغه د دولت وسله وال مخالفين د پاکستان خادمان وبلل او يادونه يې وکړه، چې د هغو د ګټو لپاره جګړې ته دوام ورکوي.
کندهاري وويل: (( والله په بالله چې د افغانستان حکومت زر ځله تر اوسني حالت خراب شي بيا هم د پاکستان تر مردار حکومته ښه دی.))
نوموړي له ديني علماوو غوښتنه وکړه، چې حق ووايي او د اسلام د دښمنانو پر ضد ويناووې وکړي.
اخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د دې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، په مقدسو ځايونو کې بمې چاودنې د غندلو وړ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن