ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هسکې مېنې امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او شپږ ټپيان دي

د هسکې مېنې امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او شپږ ټپيان دي

author avatar
11 Jun 2016 - 10:44
د هسکې مېنې امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او شپږ ټپيان دي
author avatar
11 Jun 2016 - 10:44

لومړى تعقيب-جلال اباد(پژواک،۲۲ غبرګولی۹۵):دننګرهار د هسکې مېنې پر امنيه قوماندانۍ د داعش په ډله ييز بريد کې د امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس او ١٣ داعش وسله وال وژل شوي، شپږ پوليس او اوه داعشيان ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي غبرګولي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونه داعش وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ .

خوږياڼی وايي: ((په دې بريد کې د ولسوالۍ  د امنيه قوماندان سمونيار شاه محمد په ګډون پنځه پوليس وژل او شپږ ټپيان دي، همدا شان په ځوابي ډزو کې ١٣داعش وسله وال وژل شوي او اوه  ټپيان دي.))

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته تاييد کړه  چې داعش وسله والو د هسکې مېنې پر امنيه قوماندانۍ بريد کې د امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژلي دي.

مشرقيوال وايي: ((په ځوابي  ډزو کې د داعش ١٣وسله وال وژل شوي چې د څلور جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي، همدا شان اوه داعش وسله وال ټپيان شوي هم دي.))

اخوا د ننګرهار يوې بلې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل:((په دې بريد کې د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او ۱۱ نور پوليس ټپيان دي چې د شپږ و روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.))

د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي عباد شينواري پژواک ته وويل، لسګونه داعش وسله والو تېره شپه ۱۱ بجې د هسکې مېنې پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کړی.

هغه وايي: ((د هسکې مېنې امنيه قوماندانۍ له ولسوالۍ سره په نږدې واټن کې ده، بريدګر توانېدلي وو  چې د قوماندانۍ انګر ته دننه شي او هلته له پوليسو سره لاس په لاس جګړه وکړي .))

نوموړی د دې بريد د کره تلفاتو په تړاو معلومات نه لري؛ خو يادونه کوي چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان په کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د مطبوعاتو له دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ننګرهار والي د پېښې پر مهال سيمې ته د ننګرهار د امنيه قوماندان په ګډون مرسته کوونکي سرتېري لېږلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اوس په سيمه کې وضعيت ډاډمن دی او په دې جګړه کې ځايي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

  د ننګرهار د والي وياند وايي چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو جدي څېړنې پيل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.