ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ودانيزه دستګاه کې اور لګېدلى

د هلمند په ودانيزه دستګاه کې اور لګېدلى

author avatar
11 Jun 2016 - 11:43
د هلمند په ودانيزه دستګاه کې اور لګېدلى
author avatar
11 Jun 2016 - 11:43

لښکرګاه(پژواک، ۲۲غبرګولی۹۵):د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د چاه انجير په ودانيزې دستګاه کې اور لګېدلى ، خو د نا امنۍ له امله اطفائيه نه شي ورتللاى.

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير سيمې اوسېدونکي مولا داد د غبرګولي په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له سهاره راهيسې د چاه انجير په ودانيزې دستګاه کې اور لګېدلى دى.

هغه وايي: (( دې دستګاه ته د ملي اردو سرتېري نږدې دي او شمالي برخې ته يې د وسله والو طالبانو سنګرونه دي چې نن سهار هم د دواړو لوريو تر منځ ډزې تبادله شوي او په ترڅ کې يې اور لګېدنه رامنځته شوې.))

هغه زياتوي چې دغه سيمه نا امنه ده او تر اوسه په دې دستګاه کې د اور مړه کولو لپاره اړين تدابير نه دي نيول شوي.

د هغه په وينا، د دې اور د مړه کولو په موخه له لښکرګاه څخه يو مامور ورغلى چې د اور مړه کولولپاره هېڅ پلان هم نه لري.

د چاه انجير سيمې بل اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل چې د چاه انجير ودانيزې دستګاه د اور لمبې شېبه په شېبه ډيريږي.

هغه زياته کړه: (( اوس لا اور د زړو، اوسپنو او ټايرونو په ځای کې دی، خو  ورو ورو د روغو وسايلو او تحويل خانې خواته ځي چې په دې کار سره  به ميليونه افغانۍ دولت ته زيان ورسيږي.))

په دې اړه په لښکرکاه کې د چاه انجير ساختماني دستګاه رييس معلم شاولي خان پژواک ته وويل چې د اور مړه کولو ډله يې سيمې ته استولې خو د نا امنۍ له امله نه شي کولى اطفائيه ور واستوي.

هغه وايي: (( دغه سيمه کې هر ورځ جګړه وي، په تېرو څو کلونو کې د همدې جګړو له امله زموږ ډير وسايل ورک شوي دي.))

ده وويل چې اوسمهال اور يواځې د زړو ټايرونو په سيمه کې دى او د روغو وسايلو خواته يې د تلو امکانات ډير کم دي.

دغه دستګاه، په ۱۳۴۵ لمريز کال  کې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په نوم سيمه کې د امريکايانو لخوا جوړه شوې ده.

د دې دستګاه له لوري د کجکي د برېښنا بند او په هېواد کې ځينې نور کانالونه، سړکونه او ويالي جوړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.