کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): ولسمشر غني د ملي تدارکاتو کميسيون غونډه کې ويلي، چې د پروژو په تطبیق کې د غیر موجه ځنډ په صورت کې پر شرکتونو له قانون سره سم نغدي جریمه تطبیقېږي.
له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسیون اونیزه غونډه نن له غرمې مخکې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د لسو پروژو او تدارکاتي موضوعاتو په هکله د بحث په پایله کې ملي تدارکاتو کمیسیون د اسان- خدمت مرکز د لومړي مرکز د ودانۍ د جوړولو څارنه او ډیزاین، د پوهنې وزارت د څېړنیز مرکز د ودانۍ پروژې مودې تمدید، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د عمومي کانال سربند تحکیماتي پروژې مودې تمدید او د ګردندیوال چغچران سړک جوړولو پروژې مودې تمدید تائید کړل.
د مالیې وزارت د راپور مطابق، اسان – خدمت پروژه په حکومتي ادارو کې چټک او اسان خدمات وړاندې کوي او په نورو هېوادونو کې یې مطلوبه پایله لرلې، په پیل کې به په کابل ښار او وروسته د ولایتونو په کچه په زونونو کې تطبیق شي.
د کمیسیون په دې ناسته کې د دې پروژې د ساختمان ډیزاین پولي ارزښت ۶۶ میلیون افغانۍ تصویب شو.
د خبرپاڼې په حواله، له بل لوري د کلیو پراختیا وزارت اړوند د نيمروز ولایت زرنج ښار د اوبو رسولو شبکې جوړول، د کابل ښاروالۍ د کابل ولایت د ګردنه سخي اضافه کاري او د ملي ساختماني لابراتوار د تاسیس بودجې منظوري چې فواید عامې وزارت پیشنهاد کړی و، کمیسیون د زیاتې ارزونې او د تخنیکي نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په موخه بېرته ور واستول.
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د قیصار - لامان سړک د لومړۍ او دویمې برخې د سروې او ډیزاین د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه د فرعي تړون لپاره تدارکاتي پروسه د نوې تدارکاتي پروسې په موخه رد شوه.
ولسمشر غني د پروژو د مودې د تمدید په هکله د بحث په وخت کې څرګنده کړه، له دې وروسته که د پروژو په تطبیق کې له موجه دلیل پرته ځنډ پېښ شي، د قانون مطابق به په شرکتونو نغدي جریمه تطبیق شي، نو لازمه ده، پر ټاکلي وخت د پروژو تطبیق ته پام او دقیقه پلانګذاري وشي.
نوموړي د لویو انکشافي پروژو د ډیزاین په هکله څرګنده کړه، داخلي خصوصي سکتور باید په دې برخه کې په خپلو ظرفیتونو پانګونه وکړي او دولت حاضر دی له هغوی سره همکاري وکړي.
ملي تدارکاتو کمیسیون یو ځل بیا په وزارتونو او بنسټونو ګې لومړیتوبونو ته په پام د انکشافي بودجې د موثر او پر ټاکلي وخت د مصرف ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون او سیستیکا د شفافیت څارونکو هم ګډون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن