جلال اباد (پژواک،۲۲ غبرګولی۹۵):چارواکي وايي چې د ننګرهار په حصارک او پچيراګام ولسواليو کې د هوايي بريد او نښتو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان او يو پوليس وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بې پيلوټه الوتکې د حصارک ولسوالۍ غوږيزې سيمه کې هوايي بريد کړی دی.
د خوږياڼي په وينا، په دې هوايي بريد کې په کرولا موټر کې ناست شپږ وسله وال طالبان وژل شوي.))
د والي وياند وايي، ياد وسله وال له سيمې د تېريدو په حال کې وو چې د بې پيلوټه الوتکې له لوري په نښه شول.
خوږياڼي دغه راز وويل چې تېره شپه د پچيراګام ولسوالۍ په درې کيلومترۍ کې د سرحدي پوليسو يوې پوستې ته څېرمه موټر بم چاودېدلى او وروسته وسله واله نښته هم شوې ده.
د ده په خبره، په دې پېښوکې دوه وسله وال او يو سرحدي پوليس وژل شوي، دوه پوليس او درې سله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د پچيراګام ولسوالۍ يوه هټۍ وال غلام الله پژواک ته وويل، په سيمې کې له چاودنې او جګړې څخه خبر دی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د نوموړي په وينا، د پوليسو ياده پوسته د ولسوالۍ لپاره ښه امنيتي کمربند دی او همدا شان ډېره کله پلټنې کوي چې پر امنيت يې ښه اغېزه لرلې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن