کابل(پژواک، ۲۲ غبرګولى۹۵): ناپېژانده کسانو د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يو تن وژلى دى.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس سمونوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد کس د وژلو د څېړنې په موخه يې سيمې ته پوليس استولي دي.
هغه زياته کړه:" د پوليسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې وژل کس بډای او کوم پېژندل شوی کس نه و، ممکن د هغه وژنه شخصي انګېزه ولري."
د باري خليلي په نوم يو تن په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه يو تن د يادې امنيتي حوزې اړوند د عباس قلي او قلعه چتګر تر منځ سيمه کې وژل شوى دى.
ده د وژل شوي کس په وينو لړلى انځور هم خپور کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن