جلال اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې پر هغو بم جوړوونکو چاودنه شوې چې د بريد لپاره يې موټربم چمتو کاوه او په يوه بله پېښه کې يو قومي مشر وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند وايي: ((نن کابو ۱۱ بجې د کوټ په ګرکټۍ سيمه کې پر وسله والو ماين چاودنه شوې، دوه وسله وال په کې وژل شوي، دا ماين په موټر کې چاودېدلی چې فکر کېږي د موټربم بريد لپاره يې چمتو کاوه.))
د والي وياند يادونه وکړه چې په دې پېښه کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، وسله والو کسانو د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ يو قومي مشر ملک اول خان پر ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند وايي، دغه قومي مشر له خوږياڼو څخه سره رود ولسوالۍ ته په لاره وو چې د سره رود په سقاوې سيمه کې وسله والو په نښه کړی دی.
نوموړی، بريد کوونکي وسله وال طالبان بولي.
قومي مشر ملک اول خان د سره رود ولسوالۍ د پتيوات سيمې اوسېدونکی وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن