ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګانو کې د ځانمرګي بريد مخنيوى وشو

په سمنګانو کې د ځانمرګي بريد مخنيوى وشو

author avatar
12 Jun 2016 - 10:56
په سمنګانو کې د ځانمرګي بريد مخنيوى وشو
author avatar
12 Jun 2016 - 10:56

   ايبک (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٥): د ملي امنيت رياست وايي، د سمنګانو په مرکز ايبک ښار کې يو تن چې غوښتل  يې د موټرسايکل بم په وسیله  ځانمرګى بريد وکړي، نيول شوى دى.

   د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه کې چې نن يې خپره کړې راغلي چې د دغه رياست موظفينو په ايبک ښار کې يو تن چې لعل محمد نومېږي او پر عاشق الله مشهور دى، مخکې له دې چې د چاودېدونکو توکو د ډک موټرسايکل له لارې په دغه ښار کې ځانمرګى بريد وکړي، ونيو.

   سرچينه ليکي چې لعل محمد د طلحه په نوم د طالبانو د يوه قوماندان په لارښونه دغه بريد تر سره کاوه.

  په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي چې لعل محمد څه وخت نيول شوى دى.

  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.