ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د لوګر لپاره د طالبانو والي وژل شوی

چارواکي: د لوګر لپاره د طالبانو والي وژل شوی

author avatar
13 Jun 2016 - 12:50
چارواکي: د لوګر لپاره د طالبانو والي وژل شوی
author avatar
13 Jun 2016 - 12:50

پل علم (پژواک،٢٤ غبرګولى ٩٥): په لوګر ولايت کې د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون ١٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د مرکز پل علم د بابوس سيمې په پياروخېلو کلي کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د لوګر لپاره د طالبانو والي مولوي نجيب الله او ١٢ نور طالبان وژل شوي دي.

د لوګر والي محمدحليم فدايي هم په خپله ټوټيټر پاڼه کې ليکلي چې په يادو عملياتو کې د لوګر لپاره د طالبانو والي مولوي نجيب الله او ١٢ نور طالبان وژل شوي دي.

د پيارو خېلو د کلي يوه اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې دغه جګړه تېره شپه لس بجې پيل او د سهار تر درېيو بجو پورې يې دوام درلود.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يو شمېر طالبان وژل شوي، دوه طالبان او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په ياد بريد کې ١٣ طالبان وژل شوي خو د  مولوي نجيب الله په اړه يې څه نه دي ويلي.

وسله وال طالبان هم ياده نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده نښته کې ١٥ امنيتي سرتېري او درې طالبان وژل شوي او ٧ نور طالبان ټپيان دي.

هغه دا هم وويل: ((دښمن د نجيب په نامه د کوم مسوول کس د شهادت خبره کړې چې حقيقت نه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.