ترينکوټ (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): د اروزګان د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت د چارچينو ولسوالۍ سقوط کړى خو د دغه ولايت نور چارواکي د ولسوالۍ سقوط ردوي.
د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو ورځو راهيسې په چارچينو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه وه.
هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان تېره شپه توانېدلي چې د ولسوالۍ مرکز او امنيه قومانداني ونيسي.
د خادمزي په وينا، د ولسوالۍ مامورينو او پوليسو په سيمه کې د ملي اردو قرارګاه ته ځانونه رسولي دي.
نوموړى وايي چې د تېرې شپې په نښتو کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
خو د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب په چارچينو ولسوالۍ کې سخته جګړه مني، خو د ولسوالۍ سقوط ردوي.
هغه پژواک ته وويل چې سيمې ته نن سهار له مرکزه تازه ځواکونه رسېدلي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي هم وايي چې دوى ياده ولسوالۍ نيولې او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن