کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): راپورونه وايي چې په تورخم کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوي پاکستاني پوځي قوماندان ساه ورکړې ده.
پر تورخم دوه ورځې مخکې وروسته له هغه جګړه پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو هڅه کوله هلته دروازه او اغزن سیم ولګوي.
پاکستاني رسنيو د غبرګولي په ٢٥مه خبر ورکړى چې پرون د تورخم په جګړه کې د نورو ١٢ کسانو تر څنګ د پاکستان د پوځ يو جګړن علي نواز چنګيزي هم سخت ټپي شوى و.
سرچينو زياته کړې چې نوموړى د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار روغتون ته لېږدول شوى و، خو نن سهار يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
که څه هم پاکستان په رسمي توګه تر اوسه په دې جګړه کې د خپلو وژل شوو سرتېرو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو ناتاييد شوي راپورونه وايي چې په دې جګړه کې ٢١ پاکستاني سرتېري وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه دوه افغان سرحدي سرتېرو او دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٨ نور سرتېري ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى او د تورخم د شخړې په اړه يې ترې سپيناوى وغوښت.
پاکستان هم بالمثل اقدام وکړ، او په اسلام اباد کې يې د افغانستان سفارت استازى د بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن