کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۵): د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پریکړه وشوه، چې دغه سازمان به په افغانستان کې خپل نظامي حضور او دروزنې ماموریت ته ادامه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه، د ۲۰۱۶ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت چې، دوه کاله مخکې پیل شوی و، پای ته ورسیږي.
د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې پریکړه وشوه، چې په افغانستان کې به د روزنې ماموریت په ۲۰۱۷ کې هم ادامه ورکوي.
د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ تر یادې غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د سازمان ګڼ شمیر غړو هیوادونو ژمنه وکړه، چې خپل سرتیري به دروزنې په ماموریت کې پاتې کوي.
هغه زیاته کړه، چې د سازمان ټولو غړو هیوادونوله افغانانو سره د خپلو مرستو او همکاریو پر ادامې هم ټینګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن