ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميوند کې امنيتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ميوند کې امنيتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Jun 2016 - 17:14
په ميوند کې امنيتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Jun 2016 - 17:14

کندهار (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه شوې، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه تېره شپه د يادې شوې ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې، هغه مهال ونښته چې وسله والو د ملي اردو، ملي پوليسو او عامه نظم د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک جګړه تاييدوي او وايي، دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيقه شمېره يې معلومه نه ده.

خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د دواړو لورو تر منځ جګړه تېره شپه دوه بجې پيل او تر سهاره يې دوام وکړ.

د نوموړي په وينا، سيمې ته يو پلاوى تللى، څو موضوع وڅېړي او د اوښتې مرګ ژوبلې کچه معلومه کړي.

خو يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ١٥ افغان سرتېري وژل شوي او ٤ ټپيان شوي او دغه راز ٣٥ وسله وال مخالفين هم په کې وژل شوي دي.

د بريد مسووليت وسله والو مخالفينو په غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، يوه پوځي قرارګاه يې نيولې او ٣٢ تنه سرتېري يې وژلي او دغه راز يې له هغوى څخه يوه اندازه وسلې هم نيولې دي.

خو نوموړي خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

بند تېمور د ميوند هغه پراخه سيمه ده، چې هلمند ته څېرمه پرته ده او وسله وال يې د خپلو ترهګريزو فعاليتونو او د نشه يي توکو د قاچاق لپاره کاروي.

څو ورځې وړاندې هم په ياده شوې سيمه کې د وسله والو په يوه ورته بريد کې د عامه نظم يوولس سرتېري وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي وو.

د يوه بل خبر له مخې، د شاوليکوټ ولسوالۍ په زنګيتان سيمه کې د وسله والو پر يوه پټنځاى ځانګړو افغان ځواکونو عمليات کړي، چې په کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.