باميان (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٥): د باميانو د کهمرد ولسوال وژل شوی، خو د وژنې لامل يې تر اوسه نه دى څرګند شوى.
د باميانو والي محمد طاهر زهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کهمرد ولسوال هادي سيغاني تېره شپه شاوخوا نهه بجې بجې د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ په سوخته چنار سيمه کې خپل کور ته د را ستنېدو پر مهال وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دې قضيې په تړاو د ولسوال دوه ساتونکي نيول شوي او د ولسوال د وژنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دې.
د باميانو د امنيت امر سمونوال محمد علي لکزي وويل چې ښايي طالبان په دې وژنه کې لاس ولري، خو د موضوع د لا روښانتيا لپاره يې څېړنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن