پل علم(پژواک،٢٧غبرګولى٩٥):د لوګر چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اته طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د غبرګولي په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د الوزيو سيمې پر سرى سنګ پوستې بريد وکړ.
د هغه په وينا، جګړې شاوخوا يو ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې يې اته طالبان و وژل شول او لس نور ټپيان شول.
ده وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د عبدالرحيمزي د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې يو سراچه موټر، يو ميل راکټ، يو ميل کلاشينکوف او دوه پايې مخابرې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د الوزيو د سيمې يوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک ته وويل: (( له پېشلمي وروسته دلته سخته جګړه شروع شوه، بيا نو تر سهاره چا له ډاره خوب ونه کړ.))
هغه په جګړه کې د ښکيلو لوريو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو زياته يې کړه چې د ډزو له امله د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په لوګر کې د سيمه ييزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٤٠ په شاوخوا کې طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن