ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کوټ کې يو ځانمرګى بريدکوونکى موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو

په کوټ کې يو ځانمرګى بريدکوونکى موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو

author avatar
17 Jun 2016 - 10:03
په کوټ کې يو ځانمرګى بريدکوونکى موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو
author avatar
17 Jun 2016 - 10:03

جلال اباد (پژواک، ٢٨غبرګولى ٩٥) : د ننګرهار د والي وياند وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدکوونکى موخې ته له رسېدو مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار يوه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چې پر سيمه ييزو پوليسو بريد ترسره کړي چې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو .

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وويل چې دغه بريدګر غوښتل د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ سيمه کې په ملي او سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد تر سره کړي .

ده وويل چې ځانمرګى بريد کوونکى د امنيتي سرتېرو له خوا ووژل شو او بل چاته په کې زيان نه دى رسېدلى .

زاهد وايي چې دغه ځانمرګى بريد کوونکى يې تر پېژندلو وروسته وژلى دى.

د کوټ يوتن اوسېدونکي سعيدالله پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم له يادې پېښې خبر شوي، خو په اړه يې دقيق معلومات نه لري .

د دولت وسله والو مخالفينو ترواسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.