ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې دریو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست کې دریو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Jun 2016 - 14:45
خوست کې دریو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Jun 2016 - 14:45

خوست ښار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): په خوست کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې يو ماشوم وژل شوی او د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، نښته نن سهار د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ د ملي اردو  پر قرارګاه د سپکو او درنو وسلو له بريد سره سمه پيل شوه.

سرچينه وايي، د نښتې په لړ کې چې شاوخوا یو ساعت يې دوام وکړ، پر يوه کور د هاوان د يوې مرمۍ د لګېدو په پايله کې يو ماشوم وژل شوی او يوه ښځه ټپي شوې ده.

سرچينه همدارنګه زياتوي چې په نښته کې يو بل ملکي وګړی او يو د ملي اردو سرتېری هم ټپيان شوي خو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د سيمې يوه اوسېدونکي نسيم الله پژواک اژانس ته وويل چې سهار يې د سپکو او درنو وسلو غږونه واورېدل، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د ملي اردو منسوبين وايي چې هاوان طالبانو ويشتلی، خو تر اوسه دغې ډلې د نننۍ نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.