ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هلمند پوهنتون لسګونه جريبه ځمکه د غصب له ګواښ سره مخامخ ده”

“د هلمند پوهنتون لسګونه جريبه ځمکه د غصب له ګواښ سره مخامخ ده”

author avatar
18 Jun 2016 - 15:06
“د هلمند پوهنتون لسګونه جريبه ځمکه د غصب له ګواښ سره مخامخ ده”
author avatar
18 Jun 2016 - 15:06

لښکرګاه (پژواک،۲۹غبرګولی۹۵): د هلمند پوهنتون استادان او د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، د پوهنتون لسګونه جريبه ځمکه د غصب له ګواښ سره مخامخ ده او حکومت بايد هرڅه ژر دغه ځمکه پوهنتون ته وسپاري.

د هلمند پوهنتون شاوخوا اته کاله وړاندې له مرکز لښکرګاه څخه ٢٠ کيلومتره لرې د شندک مانده په سيمه کې په ٧٠٠ جريبه ځمکه کې تاسيس شو، خو د ناامنيو له امله تر اوسه يې يواځې يو اداري بلاک او درېيو لورو ته د احاطى دېوالونه بشپړ شوي دي.

خو درې کاله وړاندې د وخت د ولسمشر له حکم سره سم په مرکز لښکرګاه کې ٧٥ جريبه نوره ځمکه پوهنتون ته ځانګړى شوه، چې تر اوسه ورته نه ده سپارل شوې.

دا مهال د هلمند پوهنتون چارې د عالي دارالمعلمينو په بلاکونو کې چې د ليليې په نوم جوړ شوي دي، پرمخ وړل کېږي.

د هلمند پوهنتون استادانو او محصلينو، نن (د غبرګولي ٢٩مه) د اړوندې موضوع په اړه غونډه وکړه، چې د دې پوهنتون رئيس پوهنيار سورګل عبدالرحمن په کې وويل چې درې زره محصلين لري، خو د درسې خونو او ليليې لپاره کافي امکانات نه لري او خپلې چارې په پرديو ودانيو کې پر مخ وړي.

دى وايي: ((د اصولو له مخې، دغه ٧٥ جريبه ځمکه هېڅ  ډول ستونزه نه لري، ځکه د دې ځمکو دوسیې قضايي ادارو ته سپارل شوې دي، خو چارې يې پرمخ نه ځي؛ موږ وېره لرو چې غاصیبین پرې اسناد جوړ نه کړي.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هرڅه ژر ياده ځمکه دوى ته وسپاري او که حکومت دا کار ونه کړي، نو دوى اړ دي چې د خپلو محصلينو په زور دغه ځمکه ونيسي.

د همدې پوهنتون استاد نور احمد ايمل هم وويل، چې په هلمند کې اته کاله وړاندې پوهنتون تاسيس شوى، خو تر اوسه يې ځمکه نه ده ورسپال شوې.

هغه وايي: ((په دې برخه کې حکومت او ملي شورا له موږ سره مرسته نه ده کړې.))

په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا رئيس کريم خان اتل وويل، هېڅوک نه شي کولاى د هلمند پوهنتون ځمکه غصب کړي.

ده نيوکه وکړه چې په ملي شورا کې د دى ولايت استازي په ملي چارو کې همغږي نه لري.

په دې غونډه کې د حکومت په استازيتوب د هلمند والي د دفتر رئيس نقيب الله سکندري وويل، د هلمند پوهنتون د ځمکى د سپارلو چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به وسپارل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.