ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا ځدراڼ خپلو سیمو ته خدمات غواړي

د پکتیا ځدراڼ خپلو سیمو ته خدمات غواړي

author avatar
19 Jun 2016 - 12:57
د پکتیا ځدراڼ خپلو سیمو ته خدمات غواړي
author avatar
19 Jun 2016 - 12:57

ګردېز (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): په پکتيا کې د ځدراڼ مېشتو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د پوهنې او روغتيا تر څنګ په نورو برخو کې هم ګڼې ستونزې لري.

د دې ولسواليو خلک زياتوي چې په تېرو ١٥ کلونو کې له هېواد سره ميلياردونه ډالره مرسته وشوه خو اوس هم دوى د ژوند له لومړنيو اسانتياو بې برخې دي.

د ښواک ولسوالۍ يو قومي مشر قادر خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې په دې دريو واړو ولسواليو کې يواځې يوه لېسه ده او په تېرو ۱۴ کالونو کې د دوولسم ټولګي فارغ نه لري.

هغه زياته کړه: «دغو دریو ولسواليو ته هېڅ پام نه دی شوی، د رغونې کار نه دی شوی، دولت بايد دې ولسواليو ته سمه توجه وکړي.»

حاجي بنګي چې د ګردې څېړۍ د سيمه ييزې شورا غړی دی، له ورته ستونزو څخه شکايت کوي او وايي په حکومت کې داسې څوک نه لري چې د دوی غم وخوري.

بنګي وايي چې په يادو ولسواليو کې امنيت هم د ډاډ وړ دی، خو  چارواکو يادې ولسوالۍ هېرې کړې دي.

ده وويل: «په ټول حکومت کې نه يو وزير لرو، نه ريیس لرو چې زموږ غم وخوري، دا ولس داسې بې سرنوشته پاتې ده، ټول کارونه مو په ټپه ولاړ دي.»

د وزي ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ابراهيم هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ خلک د پوهنې او روغتيا په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: «تاسو باور وکړئ چې زموږ څوک مريض شي نو مجبور يو هغه مرکز ګرديز، کابل او يا هم پاکستان ته يوسو او دلته درې ولسوالۍ دي خو په دريو ولسواليو يې موږ ته يواځې يوه لېسه راکړې ده.»

د هغه په وينا، په دې و لسواليو کې نور ښوونځي شته دي خو لېسه يواځې يوه ده او خلک ډېر لېوال دي تر څو زده کړې وکړي.

يادو ټولو کسانو له حکومت نه غوښتنه کوله چې هر څه ژر يې ستونزې هوارې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.