لومړى تعقيب- کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولى ۹۵): د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې د کابل ښار د اوومې امنيتی حوزې اړوند د اقاعلي شمس په سيمه کې د کابل د ولايتي شورا د غړي په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د ۱۱۹ شمېرې مسوول مل پاسوال همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ولايتي شورا غړى مولوي عطاءالله فيضاني له کوره دفتر روان و.
هغه د څلورو نورو ټپيانو د هويت په اړه جزئيات ورنه کړل.
د کابل د ولايتي شورا غړي سيد نقيب الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مولوي فيضاني پر موټر دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د اقاعلي شمس په سيمه کې شوې ده.
دى وايي چې پېښه تر يوه پلګوټي لاندې د بوشکه يي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ده ونه ويل چې له مولوي فيضاني سره څو تنه نور او څوک ټپيان شوي دي.
د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې په ياده چاودنه کې يې د کابل د ولايتي شورا غړى عطاءالله فيضاني له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي کړی دی.
وسله والو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ليکلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ياد وکيل له کور څخه دفتر ته په لاره و چې پر موټر يې د چهلستون څلورلارې ته نږدې د باغ رييس په سيمه کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه وشوه.
سرچينه کاږي، په چاودنه کې د نوموړي موټر هم په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن