کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند عبدالله حبيبي د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.
حبيبي د غبرګولي په ١٩ مه د ملي دفاع وزارت د نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شو.
ده نن خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او وروسته ورته د رايو صندوق کېښودل شو.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٢٤ تنه حاضر و او نوماند بايد د برياليتوب لپاره ١١٣ موافقې رايې تر لاسه کړې واى.
حبيبي د ١٦٧ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د جرګې باور خپل کړ او د ملي دفاع وزير شو.
ده د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو څوکيو يې دنده تر سره کړې ده.
د ملي دفاع وزرات تېر کال د تلې په مياشت کې د ملي يوالي حکومت له جوړېدو راهيسې د سرپرست له خوا اداره کېده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن