باميان (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د باميانو لسګونه ځوانانو چې نجونې هم په کې وې، د نشه يي توکو له زيانونو څخه د پوهاوي په موخه نشه يي توکو ته د (نه) ويلو په نوم د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره کړه.
د باميانو له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر حسين اقا نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيالۍ کې ٣٠ ورزشکارو نجونو او هلکانو برخه اخيستې وه چې شاوخوا ٣ کيلومتره فاصله يې ووهله او د سيالۍ په پاى کې طاهرې د نجونو د برخې او علي انصاري د هلکانو د برخې لومړي مقامونه خپل کړل.
هغه زياته کړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې کمپاين نن له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت په دغه ولايت کې پيل شوى دى.
د باميانو ورزشي امر حسين علي کريمي وويل چې دا سيالي يې د نشه يي توکو پر وړاندې د کمپاين په موخه پيل کړې او هيله ده چې دا ډول خوځښتونه د دې لامل شي چې ځوانان د نشه يي توکو پر ځاى ورزش ته مخه کړي.
د باميانو ولايت ورزشي امر ورزش سلامتيا او نشه يي توکي تباه کوونکي وبلل او زياته يې کړه: ((په همدې سبب بايد يې نشه يي توکو ته د (نه) کمپاين پيل کړي او ځوانان بايد ورزښ خپل الګو کړي.))
د سيالۍ يوې ګټونکې طاهرې پژواک ته وويل چې سيالي د امام صادق له کتابتونه پيل او د باميانو تر امنيې قوماندانۍ پورې ورسېده چې شاوخوا ٣٠ نجونو او هلکانو په کې ګډون کړى و او ٣ کيلومتره فاصله يې ووهله.
هغې زياته کړه: ((هيله لرو چې ټول ځوانان زموږ په څېر ورزش ته مخه کړي او د نشه يي توکو له کارونې لاس واخلي.))
د باميانو له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دې ولايت کې د نشه يي توکو څه باندې ٥٠ زره روږدي شتون لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن