ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هر کال ١،٨ ميليونه ټنه نفتي توکي په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل کېږي

هر کال ١،٨ ميليونه ټنه نفتي توکي په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل کېږي

author avatar
20 Jun 2016 - 17:43
هر کال ١،٨ ميليونه ټنه نفتي توکي په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل کېږي
author avatar
20 Jun 2016 - 17:43

کابل (پژواک،٣١ غبرګولى ٩٥): د سټندرډ ملي اداره وايي، هر کال شاوخوا ١،٢ ميليونه ټنه نفتي توکي له کيفيت معلومولو څخه وروسته د ګمرک له لارې هېواد ته را واردېږي؛ خو ١،٨ ميليونه ټنه نور د قاچاق په ډول هېواد ته راوړل کېږي.

دا مطلب د سټندرډ ملي ادارې مشر نقيب الله فايق، نن کابل کې يوې خبري غونډه کې په ډاګه کړ.

نوموړي زياته کړه چې تېرو کلونو کې هېواد ته د وارداتي تېلو کيفيت نه ازمويل کېده؛ خو کله چې د دې ادارې لابراتوارونه د افغانستان په بندرونو کې رامنځ ته شوي، تر اوسه ٢،٢ ميليونه لېتره تېل مسترد شوي دي.

هغه و نه ويل چې دا لابراتوارونه کله رامنځ ته شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "له څلورو مياشتو راهيسې  چې زه د دې ادارې مسوول په توګه ټاکل شوى يم، افغانستان ته يو لېتر بې کيفيته تېل نه دي  را وارد شوي او د هر مافيا  او زورواکي  په وړاندې مې مقاومت کړى دى."

د فايق په وينا، د تېلو نږدې نيمايي برخه هېواد ته په قاچاقي ډول د مافيا له لوري راوړل کېږي چې د زورواکو لاسونه په کې ښکېل دي او په  تړلې توګه د کيفيت له ازمويلو پرته واردېږي او د سټندرډ ملي اداره يې مسووليت نه لري.

نوموړي د دې مطلب په بيان سره چې د سټندرډ ملي ادارې ته د مافيايي  تېلو کيفيت ازمويلو اجازه نه ورکول کېږي، زياته يې کړه چې تېرو څلورو مياشتو کې دا اداره توانېدلې چې د هېواد له بېلابېلو بندرونو څخه ٧٠٠زره لېتره تېل مسترد کړي.

هغه وويل چې د سټندرډ ملي اداره د نفتي توکو له مافيا سره چې تر ټولو ستره ننګونه ده، لاس او ګرېوان ده.

نوموړي زياته کړه، يوه ننګونه داده چې تر اوسه جوته نه ده چې  هېواد کې مېشت بهرنيو ځواکونو ته څومره تېل  راوړل کېږي.

د نوموړي په وينا، هېواد ته  يواځې د قاچاق او مافيايي تېلو راوړلو کلنى ګمرکي محصول نږدې نيم ميليارد ډالرو ته رسېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.