ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې چاودنې ١٠کسان وژلي او ٤٠ نور ټپيان دي

په بدخشان کې چاودنې ١٠کسان وژلي او ٤٠ نور ټپيان دي

author avatar
20 Jun 2016 - 11:20
په بدخشان کې چاودنې ١٠کسان وژلي او ٤٠ نور ټپيان دي
author avatar
20 Jun 2016 - 11:20

فيض اباد ښار(پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کشم ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ١٠کسان وژل شوي او څه باندې ٤٠ نور ټپيان دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د دغه ولايت د کشم ولسوالۍ په چوک کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((چاودنه د ريموټ کنټرول ماين له امله  رامنځته شوې چې په يوه موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوى و او د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.))

نوموړى وايي چې په دې پېښه کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ١٤ نرو ټپيان شوي چې دا شمېره د بدلون په حال کې ده.

خو د کشم ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکټر جميل سلطاني وايي چې له دې پېښې څه باندې ٤٠ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې شپږو يې د لېږدولو پر مهال ساه ورکړې.

هغه زياته کړه چې د يو شمېر ټپيانو وضعيت نازک دى چې له امله يې د تخار او بدخشان ولايتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.