ښرنه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي امنيت له لوري د بازار په منځ کې د موټربم چاودنې مخه ونيول وشوه.
د ارګون ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شريف خان پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ د بازار په منځ کې امنيتي ځواکونو يو ځانمرګی له موټر سره يو ځاى نيولى دى.
هغه زياته کړه، ځانمرګی په يو تور رنګه فيلډر موټر کې سپور و چې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.
د پکتيکا امنيه قوماندان خليل الله ضيايي پژواک ته وويل چې پوليسو او ملي امنيت په ګډه د يو لړ کشفي راپورونو پر بنسټ سهار لس بجې د ارګون ولسوالۍ د بازار په منځ کې ځانمرګى له موټر سره يو ځاى نيولى دى.
هغه زياته کړه: ((دغه کس له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ هم پر ځان کړى چې ونيول شو او اوس ترې پلټنې روانې دي.))
د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې د روژې په مياشت کې د ارګون ولسوالۍ په بازار کې د موټربم د چاودنې له امله دوو سوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن