چاريکار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): د پروان ولايت مقام مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې د پوليسو يو قوماندان ټپي شوى دى.
د پروان د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال عبدالصمد زلمي د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې وشوه.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي د شينوارو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالاحمد په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.
زلمى وايي، ياد قوماندان ولايت مقام ته د څه کار لپاره راغلى و، کله چې يې خپل موټرسايکل د ولايت مقام ته درولى و، نو د ريموټ کنټرول چاودنه پرې وشوه.
د نوموړي په وينا، د شينوارو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان ټپي شو، خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د چاريکارو د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته ياد قوماندان په ټپي حالت کې ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن