ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان ولايت د مقام مخې ته چاودنه شوې

د پروان ولايت د مقام مخې ته چاودنه شوې

author avatar
21 Jun 2016 - 10:29
د پروان ولايت د مقام مخې ته چاودنه شوې
author avatar
21 Jun 2016 - 10:29

چاريکار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): د پروان ولايت مقام مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې د پوليسو يو قوماندان ټپي شوى دى.

د پروان د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال عبدالصمد زلمي د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه  نن سهار شاوخوا لس بجې وشوه.

هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي د شينوارو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالاحمد په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

زلمى وايي، ياد قوماندان ولايت مقام ته د څه کار لپاره راغلى و، کله چې يې خپل موټرسايکل د ولايت مقام ته درولى و، نو د ريموټ کنټرول چاودنه پرې وشوه.

د نوموړي په وينا، د شينوارو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان ټپي شو، خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د چاريکارو د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته ياد قوماندان په ټپي حالت کې ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.