کابل (پژواک ٢ چنګاښ ٩٥): د ماليې وزارت وايي، په کابل، بلخ او نورو ولايتونو کې يې د ګمرکي محصول د ورکړې سيسټم جوړولو برېښنايي کولو طرحه په پام کې نيولې او دغه طرحه به ډېر ژر د هېواد په ګمرکونو کې عملي شي.
د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيمزي، دغه موضوع نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وکړه.
هغه وويل: "پخوا به سوداګرو په سنتي ډول خپل ګمرکي محصول په نغدي ډول ورکاوه، خو د برېښنايي ورکړې نوى سيسټم دوى ته دا وړتيا ورکوي، چې خپل ګمرکي محصول په افغانستان کې د هر بانک له لارې ورکړي."
عبدالرحيم زي زياته کړه: "سوداګرۍ زموږ د اقتصاد لپاره حياتي ده او دغه اسانتياوې به له سواګرو سره مرسته وکړي، چې په چټک ډول او کم زحمت سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي."
د ماليې وزارت وياند وويل، چې د ګمرکونو رياست او د افغانستان مرکزي بانک د سوداګرۍ پروژې او د افغانستان د عوايدو(ATAR)، د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په ملاتړ د E-PAY)) په نوم د ګمرکي محصولاتو برېښنايي ورکړې لړۍ تېر کال په کابل او بلخ کې عملي کړه.
هغه وويل: "دغه پروسه اوس د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې عملي کېږي او له دغې ډلې ٢٥ سلنه محصول په برېښنايي توګه ورکول کېږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن