ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له فراه څخه د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت هندواڼې صادرې شوې دي

له فراه څخه د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت هندواڼې صادرې شوې دي

author avatar
22 Jun 2016 - 17:02
له فراه څخه د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت هندواڼې صادرې شوې دي
author avatar
22 Jun 2016 - 17:02

فراه (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): د فراه هندواڼې سږ کال د غوره کيفيت ترڅنګ، ښه بازار هم لري او تر اوسه پورې له دغه ولايت څخه نورو ولايتونو ته د دوه ميلياردو افغانيو په ارزښت هندواڼې صادر شوې دي.

 د فراه د کرنې رياست د کرنې د رواجولو او پرمختګ مدير شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په فراه کې د هر کال په تېرېدو سره د هندواڼو کښت زياتيږي او سږ کال د دې ترڅنګ چې د هندواڼو کښت زيات شوى، د پخوا په پرتله يې کيفيت هم ښه شوى او دغه راز بازار هم.

 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال پر يوولس زره هکتاره ځمکه باندې کرل شوو هندواڼو، ٣٣١ زره ټنه حاصلات درلودل او سږ کال بيا له دوولس زره هکتاره ځمکې څخه ٤٢٠ زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي، چې د تېر په پرتله څلور ټنه لوړوالى په ګوته کوي.

نوموړي، په خپل وخت بارانونه او د فراه رود په سيند کې د کافي اوبو شتون د هندواڼو د حاصلاتو د زياتوالي عمده لاملونه وبلل.

 نوموړي څرګنده کړه، چې تېر کال د دغه ولايت پنځه کيلو (يو من) هندواڼه له ١٢ تر ٢٠ افغانيو پورې پلورل کېده، خو سږ کال تر ٢٥ افغانيو پورې پلورل کېده، ځکه سږ کال يې د تېر کال په پرتله کيفيت ښه دى.

 هغه وويل، چې د هندواڼو لس سلنه حاصلات په ياد ولايت کې مصرفيږي او پاتې نور د هېواد نورو ولايتونو ته صادريږي.

 نوموړي زياته کړه: "که څه هم د "مني موسم" د هندواڼو د حاصلاتو راټولولو پاى ته لس ورځې لا پاتې دي، خو زموږ د شمېرو پر بنسټ، سږ کال له فراه څخه د دوه ميليارده افغانيو په ارزښت هندواڼې صادرې شوې دي."

 په فراه کې د هندواڼو د مني موسم کښت د سلواغې مياشتې په منځيو کې خو پسرلنى کښت يې بيا د کب مياشتې په منځ مهال کې ترسره کېږي، د چنګاښ مياشتې په لومړيو کې د مني موسم د کښت راټولولو وروسته د پسرلي موسم کښت راټولول پيل کېږي او تر دوو مياشتو پورې دوام مومي.

شاه محمد وويل، چې د سږ کال د هندواڼو پسرلني موسم کښت په دغه ولايت کې تر ٤٨٠٠ هکتاره ځمکه اټکل شوې  .

ورته  مهال د هندواڼو د کښت بزګران هم خوشحاله دي، چې سږ کال يې د هندواڼو له حاصلاتو ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

 د فراه مرکز داراباد کلي کې يو ٣٧ کلن بزګر حميدالله چې د هندواڼو کښت د حاصلاتو د وروستي پړاو په راټولولو بوخت و، وويل: "ما له خپلو نورو دوه وروڼو سره سږکال شا وخوا اووه هکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرلې وې، خو د خداى شکر چې ډېر ښه حاصلات مو ترلاسه کړل."

 هغه وويل  چې د دوى د ځمکې حاصلات ٢٥٠ ټنه غوره هندواڼې ته رسېدلي چي يو من (پنځه کيلو) يې په ٢٦ افغانۍ پېرل او ډېرى حاصلات يې نورو ولايتونو ته صادر کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.