کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): ولسي جرګې د يوې طرحې په تصويبولو سره ټينګار وکړ چې ولسمشر په داسې مواردو کې چې قانون شتون ولري؛ نه شي کولى چې تقنيني فرمان صادر کړي.
دغه راز يادې جرګې د دغې ٨ ماده يي طرحې په تصويب سره يو ځلې بيا اعلان کړى چې ملي شورا نه شي کولى چې په خپل وروستي کال کې د ټاکنو اړوند تقنيني فرمان په اجنډا کې شامل کړي.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون مشر قاضي نذيراحمد حنفي وويل چې يادې جرګې دغه طرحه د وخت له ضايع کېدو څخه د مخنيوي او د ولسمشر د حيثيت ساتنې په موخه ترتيب کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې تېر کال د ولسمشر له لسو زيات تقنيني فرمانونه له دې امله رد شول چې د قانون خلاف صادر شوي و.
هغه زياته کړه چې دغه کار د ملي شورا درې مياشتې وخت ضايع کړ.
نوموړي زياته کړه چې ياده طرحه په حقيقت کې د اساسي قانون د ٧٩ مادې تفسير دى چې په هغه کې د فرمان د صادرولو شرايط مشخص شوي دي.
د جرګې يو شمېر غړو ويل چې په دغې طرحې سره د ولسمشر واکونه محدود کېږي، خو حنفي او د جرګې يو شمېر نورو غړو بيا په دې ټينګار کاوه، چې په يادې طرحې سره د ولسمشر واکونه نه شي محدوېدلى.
په پايله کې د جرګې د ١١٩ غړو له ډلې ١٠٢ کسانو يادې طرحې ته موافقه رايه ورکړه.
ټاکل شوې دغه طرحه د مشرانو جرګې له تاييد وروسته د توشېح په موخه ولسمشر ته ولېږل شي.
د ولسي جرګې غړو په دغه ناسته کې د نورو بېلابېلو مسايلو په اړه هم خبرې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن