کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۵): په لغمان ولایت کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په دې مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش، مرستیالان یې یو شمیر ملي لوبغاړي، د لغمان والي عبدالجبار نعیمی، د لغمان ولایت او کرکټ بورډ نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چنګاښ په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د بنسټ ډبرې ايښودلو مخکې د کرکټ بورډ پلاوي د لغمان والي سره ولیدل.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کرکټ بورډ مشرتابه او ملي لوبغاړو ته هرکلی وویلو او په لغمان ولایت کې د کرکټ معیاري لوبغالي رغونه په دغه ولایت کې د کرکټ معیاري ودې لپاره یو اغیزمن ګام وباله.
هغه په دې برخه کې د کرکټ بورډ له همکاریو مننه وکړه.
نوموړي وویل چې، لغمان به د کرکټ په برخه کې د یو معیاري لوبغالي په درلودلو سره د پام وړ پرمختګ وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وویل چې، په لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالي رغولیې په کاري لومړیتوبونو کې وو.
هغه زیاته کړه، چې دې لوبغالي رغولو سره به نه یوازې د سیمې لوبغاړي لوبو او تمریناتو لپاره ځای ولري بلکې یو شمیر ملی لوبغاړي به هم په دې لوبغالي کې تمرینات ترسره کوي.
دانش زیاته کړه چې، لغمان د کرکټ په ډګر کې ځلیدلی ولایت دی او تل یې غوره لوبغاړي ملي جوړښتونو ته معرفي کړي دي.
هغه وایي : (( موږ باور لرو چې د استعدادونو دغه لړۍ به په راتلونکې کې نوره هم پیاوړې شي. ))
د افغانستان کرکټ بورډ پلاوی او د لغمان وړلایت مشرتابه په مهترلام ښار کې د کرکټ د یو معیاري لوبغالي د بنسټ ډبره کیښوده.
په دغو مراسمو کې د ولایت او کرکټ بورډ مسئولینو سربیره د سرحدي ځواکونو د لوا ارکان رئیس سمونوال محمد ایوب حسین خیل، د لغمان ښاروال عبدالمقیم عبدالله نیازي، د ولایتي شورا غړو هر یو الحاج ظاهر حسین خیل او الحاج عتیق عبدالرحیم زی او د کرکټ لسګونو مینه والو ونډه درلودله.
بلخوا د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وویل، چې دا لوبغالی په اته جریبه ځمکه کې جوړيږي او اته میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن