ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په ننګرهار کې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
22 Jun 2016 - 13:50
په ننګرهار کې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
22 Jun 2016 - 13:50

جلال اباد (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): په ننګرهار ولايت کې چاودنې دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د  چنګاښ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړک د غاړې یاده چاودنه نن غرمه مهال د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ١١مې ويالې په سيمه کې شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ترافيکو يو پوليس او يو ماشوم وژل شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي نعيم خان پژواک اژانس ته وويل چې په چاودنه کې  د پوليسو دوه افسران ټپیان شوي هم دي.

د نوموړي په وينا، چاودېدونکي توکي په ياده سيمه کې د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه په يوه سپره کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د والي وياند وايي چې پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.