ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د ٦ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

ګردېز کې د ٦ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
22 Jun 2016 - 13:02
ګردېز کې د ٦ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
22 Jun 2016 - 13:02

ګردېز (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ٢١ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې چارې پيل شوې.

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې د دغه سړک په جوړېدو سره به په ښار کې ډېرې ستونزې را کمې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړک نږدې ٦ کيلومتره اوږدولى لري چې پر جوړېدو به يې ٢١ ميليونه افغانۍ ولګول شي.

هغه وايي چې د دغه سړک مالي لګښت د ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي او چارې به يې په درېيو مياشتو کې بشپړې شي.

ارسلا زياته کړه: ((ښاروالي د سږ کال په اوږدو کې ۱۵ پروژې لري چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به عملي کېږي چې يوه پروژه يې دا ده د سړک جوړول دي چې موږ پيل کړه چې ۵۹۶۶ متره اوږدوالى لري چې په ښار کې جوړېږي.))

د ګردېز ښاروال انجنير عصمت الله خالد وويل چې د دې پروژو په پلې کېدو سره به د ښار په بڼه کې مثبت بدلون راشي او د ښار ښکلا به نوره هم زياته شي.

هغه وويل چې د دغه سړک دواړو خواوو ته ويالې او په ځينو سيمو کې پلګوټي هم په اساسي ډول رغول کېږي.

ده وويل: ((دغه سړک او پلچکونه په اساسي ډول جوړېږي، هره ورځ به د ښاروالي او ولايتي ادارې تخنيکې ډله له دې پروژو څخه څارنه کوي، تر څو دغه کار په ښه کيفيت ترسره شي.))

ښاروال وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ګردېز په ښار کې د يو شمېر نورو  ټولګټو پروژو پرانيسته هم وشي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي محمد يوسف پژواک ته وويل، کومې پروژې چې د سړک جوړونې په برخه کې ترسره شوې کيفيت يې ډېر ټيټ او دا مهال بيارغونې ته اړتيا لري.

هغه د ولايتي شورا او مدني ټولنو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې له دې ډول پروژو جدي څارنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.