ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوړو، بورې او تېلو بيې لوړې شوې دي

د اوړو، بورې او تېلو بيې لوړې شوې دي

author avatar
23 Jun 2016 - 14:43
د اوړو، بورې او تېلو بيې لوړې شوې دي
author avatar
23 Jun 2016 - 14:43

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو، بورې او تېلو بيې لوړې شوې دي؛ خو د عربي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوې ٤٩ کيلويي بوجۍ لومړۍ درجه قزاقي اوړو بيه د هېواد په بازارونو کې د کمښت له امله او په قزاقستان کې د نرخ لوړېدو له امله، له ١٢٨٠ افغانيو څخه ١٣٢٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.

خو نوموړي وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ١٦ کيلويي ښايسته غوړيو بيه ١٠٦٠ افغانۍ، ٤٩ کيلويي بوجۍ پاکستاني بوره ٢٣٥٠ افغانۍ او ٢٤،٥ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٦٠٠ افغانۍ دي.

همداراز د کابل ښار په منډوي کې چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو مدينه شين چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو پرچون بيې له عمده هغو سره په ځينو مواردو کې لږ او په ځينو کې بيا ډېر توپير لري.

د کابل ښار د تايمني پروژې پر درېيم سړک د خوراکې توکو پلورنکي عبدالوکيل وويل چې نن د ٤٩ کيلويي بوره په ٢٥٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلويي لومړي درجه قزاقي اوړه ١٤٠٠ افغانۍ، ١٦ لېتره ښايسته غوړي ١١٠٠ افغانۍ، ٢٤،٥ کيلوي پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلو مدينه شين چاى ٢٥٠ افغانۍ ده.

د تېلو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اباد سيمې د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يو لېتر پټرول له ٣٨ افغانيو څخه ٣٩ او يو لېتر ډېزل له ٣٥ افغانيو څخه ٣٦ افغانيو ته لوړ شوي دي.

خو د کابل ښار د کلوله پشتې سيمه کې ګازپلورونکى محمد شريف وايي چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو کېلو ګاز ٤٥ افغانۍ دی.

د عربي سروزرو بيه يو څه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح زاده زرګرۍ څښتن محمد فواد وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يو ګرام عربي طلا بيه چې ٧٩٠ عياره ده؛ له ٢٣٧٠ افغانيو څخه ٢٣٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده او يو ګرام روسي طلا چې عيار يې ٥٨٥ ده د تېرې پنجشنبې په څېر ١٩٠٠ افغانۍ ده.

د صداقت صرافۍ معلوماتو له مخې، د کابل په شهزاده سراى کې نن يو امريکايي ډالر په ٦٨،٨٠ افغانيو او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ٦٥٠ افغانيو پېرل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.