ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: افغان کډوال ترهګر نه دي

ملګري ملتونه: افغان کډوال ترهګر نه دي

author avatar
23 Jun 2016 - 22:01
ملګري ملتونه: افغان کډوال ترهګر نه دي
author avatar
23 Jun 2016 - 22:01

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۵): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وایي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ترهګر نه دي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو دکډوالو د عالي کمشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي د چنګاښ په ۳مه، د پاکستان په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د راستنېدلو له مرکز څخه دلیدنې پر مهال کړې دي.

د ملګرو ملتونو دکډوالو د عالي کمشنرۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ادارې مشر له پاکستانیانو غوښتي دي، چې پر افغان کډوالو د ترهګرو تور پورې نه کړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې څو  ورځې مخکې پاکستانیو چارواکو تور پورې کړی و، چې ددغه هېواد په بېلو بېلو سیمو کې دافغان کډوالو پنډغالو کې د ترهګرو مرکزونه شته دي.

د ملګرو ملتونو دکډوالو د عالي کمشنرۍ مشر له نړیوالې ټولنې غوښتي دي، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس هم په پاکستان کې یو نیم میلیون راجستر شوي او شاوخوا یو میلیون غیر راجستر افغان کډوال میشت دي.

فلیپو ګرانډي ویلي : (( زه نه یواځې له پاکستاني ولس څخه بلکې له حکومت څخه هم غواړم، چې افغان کډوالو ته ترهګر ونه وایي.))

د ملګرو ملتونو دکډوالو د عالي کمشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي دي، چې پخپل هيوادکې د افغان کډوالو داوسیدلو موده وغځوي.

ټاکل شوې ده،چې  د ۲۰۱۶ کال د جون په ۳۰مه، په پاکستان کې د افغان کډوالو داوسیدلو نیټه پای ته ورسیږي، خو تر اوسه د  پاکستان حکومت په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.