ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرۍ : حکومت له فساد سره د مبارزې قوي اراده لري

ولسمشرۍ : حکومت له فساد سره د مبارزې قوي اراده لري

author avatar
23 Jun 2016 - 16:53
ولسمشرۍ : حکومت له فساد سره د مبارزې قوي اراده لري
author avatar
23 Jun 2016 - 16:53

 کابل (پژواک،٣ چنګاښ ٩٥): حکومت وايي چې د دولتي لوړ پوړو چارواکو اړوند دوسيې او تورونو پلټنه له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له لوري چې ولسمشر يې په راس کې دى، څېړل کېږي.

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال په نننۍ خبري ناسته کې وويل چې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز راتلونکې اوونۍ  په رسمي ډول خپل فعاليت پيلوي.

نوموړي زياته کړه چې ددې مرکز په رامنځ ته کېدو سره د اوسنيو او پخوانيو لوړ پوړو دولتي چارواکو ټول د فساد  تورونه او دوسيې به وڅېړل شي.

د ولسمشر مرستيال وياند وويل چې ولسمشر، اجرايي مشر، قاضي القضات، لوى څارنوال ددې مرکز غړي دي.

مينه پال زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې خورا جدي ده او د فساد په وړاندې د مبارزې پياوړې اراده لري.

 هغه غونډه چې پرون له فساد سره د مبارزې ،د عدلي اوقضايي مرکز کاري پرمختګ د څرنګوالي په موخه ارګ کې جوړه شوې وه د هېواد لوى څارنوال فريد حميدي ددې مرکز د رامنځ ته کولو په تړاو د اجرااتو او چمتووالي په هکله راپور وړاندې کړ.

سرچينې زياته کړې ده چې د ياد راپور له وړاندې کولو څخه وروسته، پرېکړه وشوه څو د فساد پر ضد عدلي او قضايي مرکز د راتلونکې اوونۍ تر پاى پورې په عملي بڼه کار پيل کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.