جلال اباد(پژواک،٤چنګاښ٩٥): د ننګرهار ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې اووه طالبان وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي.
غه څرګندونې دننګرهار د والي وياند عطاوالله خوږياڼي د چنګاښ٤مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې د ننګرهار ولایت،لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په دوو هوایي بریدونو کې اووه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ده وويل چې دغه بریدونه تېره شپه ناوخته د یادې ولسوالۍ په رحمتۍ او مارسینګي سیمو کې شوي،چې په ترڅ کې د مخالفینو یوه سراچه ډوله موټر،یو عراده موټر سایکل او ګڼ شمېر نور مهمات هم لمنځه تللي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې وژل شوي مخالفین د تحریک طالبان ډلې پورې تړوا لري .
خو هغه ونه ويل چې له تحريک طالبان څخه تحريک طالبان پاکستان دى او کومه بله ډله ده.
په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته تر اوسه څه نه دي ويلي.
جلال اباد(پژواک،٤چنګاښ٩٥): د ننګرهار ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې اووه طالبان وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي.
غه څرګندونې دننګرهار د والي وياند عطاوالله خوږياڼي د چنګاښ٤مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې د ننګرهار ولایت،لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په دوو هوایي بریدونو کې اووه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ده وويل چې دغه بریدونه تېره شپه ناوخته د یادې ولسوالۍ په رحمتۍ او مارسینګي سیمو کې شوي،چې په ترڅ کې د مخالفینو یوه سراچه ډوله موټر،یو عراده موټر سایکل او ګڼ شمېر نور مهمات هم لمنځه تللي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن