کابل(پژواک،٤چنګاښ٩٥): د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ويې ويل چې د ټاپي پروژې د امنيت په ټينګښت به بحث او خبري وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون د شانګهای د همکاريو سازمان د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسيده.
د ولسمشر ماڼې له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ٤مه پژاوک خبري اژانس ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غنى پرون مازيګر د ترکمنستان له ولسمشر قربانى قلى بردى محمدوف سره وکتل.
د سرچينې په حواله په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ییزو پروژو د کار د پرمختګ د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړې.
محمدوف د ولسمشر غني نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو مياشتو کې د اقینې د اورګاډي کرښې د پرانیستې په غونډه کې ګډون وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو سوداګر هم د سوداګریزو مناسباتو د پراختیا په هکله خبرې وکړي.
محمدوف وویل، چې د دې سفر پرمهال به د لاجوردو ترانزیتي موافقتنامه هم لاسلیک شي.
محمدوف د افغانستان د هغو ولایتونو د لیدلو لېوالتیا وښوده چې د ټاپي پروژه ورڅخه تېرېږي.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د کار د جریان د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او ولسمشر غني وویل، افغانستان د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره پوره تیاری لري.
د ترکمنستان ولسمشر وویل، هرات ته خپله صادراتي برېښنا زیاتوي او غني د هغه د خبرو په تائیدوویل، دا کار به په هغه ولایت کې د کارخانو د فعالیتونو او تولیداتو د پراختیا لامل شي.
غني څرګنده کړه، د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه د داخلي مصرف لپاره ګټه اخلو او همدارنګه یې پاکستان ته د صادرولو زمینه هم برابروي.
په دې کتنه کې موافقه وشوه چې د دواړو هېوادونو پلاوي دې د ټاپي مسیر د ښو امنیتي تدابیرو د نیولو په هکله زیات بحث او خبرې وکړي.
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، هېواد یې په پام کې لري، چې په اقینه کې یو جومات او په اندخوی کې یو ښوونځی جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن