ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په خوږياڼو ولسوالۍ کې ١٤ طالبان وژل شوي دي”

“په خوږياڼو ولسوالۍ کې ١٤ طالبان وژل شوي دي”

author avatar
24 Jun 2016 - 11:04
“په خوږياڼو ولسوالۍ کې ١٤ طالبان وژل شوي دي”
author avatar
24 Jun 2016 - 11:04

جلال اباد(پژواک،٤چنګاښ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۳۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د چنګاښ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مملې سیمه کې تېره ورځ د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې،چې په ترڅ کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٩ نور ټپیان دي .

د هغه په وينا وسله والو طالبانو چې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو یې ډله ییز بریدونه پیل کړي وو،په ترڅ کې د دوی دوه مهم قوماندانان هم وژل شوي دي .

د هغه د معلوماتو له مخې د دغه نښتې د رامنځته کېدو سره سم د ننګرهار امنیه قوماندان په مشرۍ پولیسو، د ملي اردو منسوبینو او عامه نظم پولیسو سیمې ته ځآنونه رسولي،چې له امله یې مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله واړوله .

د خوږياڼي په وينا د جګړې له امله یو سیمه ییز پولیس وژل شوى او درې نور ټپیان دي.

د سيمې اوسېدونکی عبدالله پژواک ته وويل چې ممله کې د حکومتي سرتېرو او وسله والو طالبانو جګړه شوې ده.

هغه وايي جګړې کې دواړه خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې دقيق معلومات نه لري.

وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.

دې ډلې په خپله انټرنيټ پاڼه ليکلي چې د خوږياڼو ولسوالۍ په مملې سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچينه زياتوي چې په دې نښته کې ١٥ امنيتي سرتيري وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.