ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د پستې ځنګلونه بيا رغول کېږي

د بدخشان د پستې ځنګلونه بيا رغول کېږي

author avatar
25 Jun 2016 - 13:31
د بدخشان د پستې ځنګلونه بيا رغول کېږي
author avatar
25 Jun 2016 - 13:31

فيض اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): د بدخشان د کرنې رياست په دغه ولايت کې د پستې ځنګلونو د بيا رغونې خبر ورکوي او وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو په سل هکتاره  ځمکو کې د پستې ونو د بيا کرنې کار  دوام لري.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، پخوا د دغه ولايت نږدې ٣٠ زره هکتاره ځمکه د پستې ځنګلونو نيولې وه، خو د جګړې په کلونو کې يې ٣٠ سلنه له منځه تللې ده.

د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر نورمحمد، ځنګلونه د هېواد پانګه بولي او وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې  د پستې ځنګلونو د بيا رغونې کار روان دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کوي چې دغه ملي پانګه به بيا ورغوي، څو له يوې خوا د کروندګرو عوايد لوړ شي او بلخوا د سيمې د زرغونتيا او  ځمکې  د ويجاړۍ  د مخنيوي سبب ګرځي.

د هغه په خبره، د پستې د زړو مخامخ کرنه له ١٣٩١ کال نه تر اوسه پورې د کرنې رياست له لوري په يفتل پايان، شهر بزرګ، ارګو، درايم او کشم ولسواليو کې ادامه لري او هر کال  يې د پسرلي په درېيو مياشتو کې خړوبوي.

د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر  وويل چې په روان کال کې د پستې د زړو ٢٠ زره پلاستيکي کڅوړې په يادو شوو ساحو کې خښې شوې.

هغه زياته کړه:((نږدې ٥٠ سلنه کار يې تر سره شوى او ټاکل شوې چې د روان کال تر  مني  پورې  يې کار بشپړ او په ځنګلونو کې کېنول شي.))

نوموړي په ورته وخت کې وويل چې له ١٣٩١ کال نه تر اوسه پورې د پستې ٤١ زره نيالګي په ځنګلونو کې کېنول شوي او دا لړۍ روانه ده.

د سرچينې په خبره، دا نيالګي د ځايي خلکو او د کلو د پراختيايي شوراګانو له لوري ساتل کېږي.

د يفتل پايان ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالله د پستې ځنګلونو بيا رغونه د خلکو لپاره  يوه حياتي پروژه بولي او وايي:((له دې سره به خلک حاصلات تر لاسه کړي او د اقتصاد کچه به لوړه شي، بلخوا زموږ د سيمې په زرغونتيا کې هم رول لري.))

د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکى شرف الدين  هم وايي چې د بيا رغول شوو ځنګلونو  د ساتنې لپاره زياته هڅه کوي له کرنې رياست سره ښه همکاري لري.

نوموړي هم د کرنې، اوبو لګولو او مال لرلو ادارې له دې نيم اقدام هر کلى او ملاتړ وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.