ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ مدني فعالانو داعش غير انساني ډله وګڼله

د بلخ مدني فعالانو داعش غير انساني ډله وګڼله

author avatar
25 Jun 2016 - 15:26
د بلخ مدني فعالانو داعش غير انساني ډله وګڼله
author avatar
25 Jun 2016 - 15:26

مزارشريف (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۵): د بلخ ولايت مدني فعالانو داعش غير انساني جنګي ډله وګڼله او په ننګرهار کې د عامو خلکو پر کورونو يې د دغې ډلې تېری په کلکو ټکو وغانده.

 دغو مدني فعالانو، چې ډېری يې مېرمنې وې، له دولت څخه د داعش جنګي ډلې پر وړاندې د جدي کړنو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار والي د وياند خوږياڼي د معلوماتو له مخې، داعش وسله والو پرون د يو شمېر ملکي   وګړو ترڅنګ د ملکي وګړو ۲۳ کورونه هم سوځولي چې له امله يې خلکو ډېر زيات مالي زيانونه هم اوښتي دي .

هغه زياتوي، داعش وسله والو د ٣٠ په شاوخوا کې ملکي وګړي چې په کې ماشومان او مېرمنې هم دي، له ځان سره بيولي وو چې يو شمېر يې د امنيتي منسوبينو د هلو ځلو په ترڅ کې بېرته خپلو کورنيو ته سپارل شوي .

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د چنګاښ په ۵مه، لسګونو مدني فعالانو د غونډې په ترسره کېدو له دولت څخه وغوښتل، چې د ترهګرو پر وړاندې په خپلو کړنو کې لا جديت راولي.  

مدني فعالې مېرمن سکينه ناصر پژواک خبري اژانس وويل  چې هېڅ وسله واله ډله ښه نه وي؛ خو داعش له انسانيت څخه خورا لرې وسله واله ډله ده.

نوموړې زياته کړه، چې په ننګرهار کې د داعش له خوا د عامو خلکو په کورونو تېری د زغملو نه دی.

د هغې په وينا، نن دهمدې لپار سره غونډ شوي، چې پر دولت د داعش او د هرې ترهګرې ډلې پر وړاندې د جدي غبرګون ښودلو لپاره فشار راوړي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکې مدني فعالې مېرمن شکېبا، چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله، وويل، چې دولت بايد د ترهګرو پر وړاندې د وسله والې مبارزې تر څنګ د يادو ډلو او دې ته ورته نورو ډلو د فکري مبارزې سنګرونه هم مات کړي.

نوموړې زياته کړه چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې په مستقيم او غير مستقيمه بڼه توندلارۍ ته ځوانان هڅول کېږي، چې بايد دولت يې مخنيوی وکړي.

په ياده غونډه کې د داعش او د هر ډول ترهګريزو ډلو پر خلاف شعارونه ورکړل شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.