ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د استیناف محکمې تښتول شوی قاضی ووژل شو

د فراه د استیناف محکمې تښتول شوی قاضی ووژل شو

author avatar
25 Jun 2016 - 16:34
د فراه د استیناف محکمې تښتول شوی قاضی ووژل شو
author avatar
25 Jun 2016 - 16:34

د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد غوث ملیار وايي چې وسله والو طالبانو ياد شوى قاضي شمس الرحمن تېره اوونۍ چهارشنبې له هرات څخه فراه ته پر لاره د دې ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې له ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر څخه ښکته کړى او نيولى و.

د هغه په وينا، طالبانو قاضي شمس الرحمن تېره شپه د دې ولايت د خاکسفېد ولسوالۍ په دیوال سرخ کلي کې وژلى دى.

ملیار چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو يې خبرې کولې وويل چې د شمس الرحمن مړی ديوال سرخ سيمه کې دى خو هڅې روانې دي چې د سره صليب په مرسته يې کورنۍ ته وسپارل شي.

شمس الرحمن د فراه د مرکز اوسېدونکى و.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، طالبانو تېره ورځ د فراه د پشت کوه ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانى مدیر او د هغه ساتونکى ديوال سرخ  کلي کې پر دار ځړولي و.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د استخباراتو مدیر او ساتونکی يې د اختطاف کولو پر مهال ووژل شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.