ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هندوستان لال چند راجپوت د ملي لوبډلې مشر روزونکى وټاکل شو

د هندوستان لال چند راجپوت د ملي لوبډلې مشر روزونکى وټاکل شو

author avatar
25 Jun 2016 - 16:42
د هندوستان لال چند راجپوت د ملي لوبډلې مشر روزونکى وټاکل شو
author avatar
25 Jun 2016 - 16:42

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ د هند د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى لال چند راجپوت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارلى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ملي لوبډلې د سر روزونکي لپاره ګڼ شمېر بهرنيو پخوانيو لوبغاړو او روزونکو لېوالتيا ښودلې وه.

هغه زياته کړه، چې تر ډېرو ارزونو وروسته د هندوستان پخوانى لوبغاړى ٥٤ کلن لال چجندا سيتارام راجپوت د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه وټاکل شو، چې په دې ټاکنه کې له افغان کرکټ بورډ سره د کرکټ نړيوالې شورا غړو هم ګډون درلود.

هوتک وويل، چې د مشر روزونکي کاري پوسټ لپاره د سوېلي افريقا هرشل ګيبز، پال نېکسن، کوري کاليمور، هندي چمن دواس، د پاکستان محمد يوسف او هندوستان محمد کيف هم شارټ لېسټ شوي وو.

د نوموړي په وينا، سربېره پردې د هندوستان کرکټ بورډ مشر انوراګ ټاکور لخوا هم څلور غوره روزونکي افغان کرکټ بورډ ادارې ته پېژندل شوي وو، چې له ډلې يې راجپوت د غوره روزنيزې مخينې درلودلو پر بنسټ د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې راجپوت نن په نوي ډيلي کې د يوې رسمي خبري ناستې په ترڅ کې چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي هم شتون درلود، رسنيو ته وروپېژندل شو.

شفيق الله ستانکزي وويل :  "موږ د ملي لوبډلې لپاره د يوه پياوړي روزونکي په لټه کې وو. د مختلفو روزونکو لخوا راته وړانديزونه شوي وو، چې په پايله کې يې له هراړخيزو څېړنو وروسته لال چند راجپوت د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو. "

د هغه په وينا،  راجپوت د هندوستان له ملي لوبډلې سره د روزنې اوږدمهاله تجربه لري او دى باور لري چې نوموړی به دغه تجربې په خورا ګټوره توګه له ملي لوبډلې سره شريکې کړي.

لال چند راجپوت وويل چې  له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د سترو پرمختيايي پروګرامونو په رڼا کې د کار تابيا لري.

هغه زياته کړه : ((باوري يم چې زموږ کار به ګټورې پايلې ولري او افغان لوبغاړي به خپل استعدادونه نور هم پراخه کړي.))
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، چې راجپوت د ښو تجربو درلودونکی روزونکی دی. له ملي لوبډلې سره د نوموړي ملتيا به مثبت تغيرات رامنځته کړي .

هغه زياته کړه چې نوموړی به له لوبډلې سره د اروپا په سفر کې خپله ملتيا پيل کړي.
٥٤ کلن راجپوت د هند په ملي لوبډلې کې د لوبېدو سربيره د هندوستان ملي نولس کلنې، ملي الف، ملي ۲۳ کلنې لوبډلې روزونکي، د هندوستان ملي اکاډمۍ مسوول او ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

خبر او اېدېټ : جاوېد هميم کاکړ

کاپي ايډيټور : حکيم بشارت

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.