ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ځينې ادارې او زورواکي د برېښنا شرکت لسګونه ميليون افغانۍ پوروړي دي

د کندوز ځينې ادارې او زورواکي د برېښنا شرکت لسګونه ميليون افغانۍ پوروړي دي

author avatar
25 Jun 2016 - 17:28
د کندوز ځينې ادارې او زورواکي د برېښنا شرکت لسګونه ميليون افغانۍ پوروړي دي
author avatar
25 Jun 2016 - 17:28

 کندوز (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): کندوز کې يو شمېر زورواکي او دولتي ادارې د برېښنا شرکت له لوري د برېښنا لګښت له پلوه ١٧٠ ميليون افغانۍ پوروړي دي.

 د کندوز ولايت د برېښنا شرکت مشر انجنير حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې يادو دولتي ادارو او زورواکو له ډېرو مودو راهيسې  د برېښنا خپل لګښتونه نه دي ورکړي.

نوموړي په داسې حال کې  چې د کومې ادارې او چا نوم په ډاګه نه کړ، زياته کړه چې کله هم د يادو کسانو او ادارو برېښنا د پرې کولو لپاره ګام پورته کوي نو د هغوى له لوري د برېښنا شرکت کارکوونکي ګواښل او وهل ډبول کېږي.

 هغه زياته کړه: "زورواکي شاو خوا ٦٨ ميليون افغانۍ پوروړي دي او همېشه مو له امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت د يادو کسانو څخه د پيسو اخيستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې هيڅ ډول همکاري نه ده شوې."

 د کندوز ولايت د برېښنا سرکت د مشر د معلوماتو پر بنسټ، دولتي ادارې له برېښنا شرکت څخه له سلو مليون افغانيو زيات پوروړي دي، چې دغه پورونه تر ډېره په امنيه قوماندانۍ او د ملي اردو په قطعو پورې دي.

 نوموړي د خبرو په دوام کې وويل: "په دغه برخه کې د کندوز د سيمه ييز حکومت همکارۍ نه شتون موږ دې ته مجبور کړو، چې يو مکتوب د افغانستان ملي امنيت شورا ته ولېږو، څو له زورواکو او دولتي ادارو څخه د پيسو اخيستو په برخه کې همکاري وکړي، چې  تر اوسه پورې د دغه مکتوب ځواب نه دى رارسېدلى."

 د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ وايي، له تېر يوه کال راهيسې چې نوموړي د امنيه قوماندانۍ دنده پر غاړه اخيستې د برېښنا ټولې پيسې تحويل کړې او پاتې نوره بقايا په پخوانيو امنيه قوماندانانو پورې اړوند ده او هغوى يې بايد په اړه ځواب ووايي.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره  چې نوموړى به د پخوانيو بقاياو په پرې کولو کې هم تر يوه حده کوښښ وکړي، وويل چې د کندوز امنيه قوماندانۍ د برېښنا له رياست سره همکاره ده او که چېرې د برېښنا د پوروړو نوملړ دوى ته ورکړل شي نو د برېښنا له شرکت سره به د حصول په برخه کې مرسته وکړي.

 دغه راز د کندوز برېښنا چارواکي وايي، چې دوى د غيرمسووله وسله والو کسانو له موجوديت څخه تر پوزې رارسېدلې، چې دغه کسان له خپلو وسلو څخه په ګټې برېښنا په غيرقانوني توګه غځوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.