کندوز (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): کندوز کې يو شمېر زورواکي او دولتي ادارې د برېښنا شرکت له لوري د برېښنا لګښت له پلوه ١٧٠ ميليون افغانۍ پوروړي دي.
د کندوز ولايت د برېښنا شرکت مشر انجنير حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې يادو دولتي ادارو او زورواکو له ډېرو مودو راهيسې د برېښنا خپل لګښتونه نه دي ورکړي.
نوموړي په داسې حال کې چې د کومې ادارې او چا نوم په ډاګه نه کړ، زياته کړه چې کله هم د يادو کسانو او ادارو برېښنا د پرې کولو لپاره ګام پورته کوي نو د هغوى له لوري د برېښنا شرکت کارکوونکي ګواښل او وهل ډبول کېږي.
هغه زياته کړه: "زورواکي شاو خوا ٦٨ ميليون افغانۍ پوروړي دي او همېشه مو له امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت د يادو کسانو څخه د پيسو اخيستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې هيڅ ډول همکاري نه ده شوې."
د کندوز ولايت د برېښنا سرکت د مشر د معلوماتو پر بنسټ، دولتي ادارې له برېښنا شرکت څخه له سلو مليون افغانيو زيات پوروړي دي، چې دغه پورونه تر ډېره په امنيه قوماندانۍ او د ملي اردو په قطعو پورې دي.
نوموړي د خبرو په دوام کې وويل: "په دغه برخه کې د کندوز د سيمه ييز حکومت همکارۍ نه شتون موږ دې ته مجبور کړو، چې يو مکتوب د افغانستان ملي امنيت شورا ته ولېږو، څو له زورواکو او دولتي ادارو څخه د پيسو اخيستو په برخه کې همکاري وکړي، چې تر اوسه پورې د دغه مکتوب ځواب نه دى رارسېدلى."
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ وايي، له تېر يوه کال راهيسې چې نوموړي د امنيه قوماندانۍ دنده پر غاړه اخيستې د برېښنا ټولې پيسې تحويل کړې او پاتې نوره بقايا په پخوانيو امنيه قوماندانانو پورې اړوند ده او هغوى يې بايد په اړه ځواب ووايي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې نوموړى به د پخوانيو بقاياو په پرې کولو کې هم تر يوه حده کوښښ وکړي، وويل چې د کندوز امنيه قوماندانۍ د برېښنا له رياست سره همکاره ده او که چېرې د برېښنا د پوروړو نوملړ دوى ته ورکړل شي نو د برېښنا له شرکت سره به د حصول په برخه کې مرسته وکړي.
دغه راز د کندوز برېښنا چارواکي وايي، چې دوى د غيرمسووله وسله والو کسانو له موجوديت څخه تر پوزې رارسېدلې، چې دغه کسان له خپلو وسلو څخه په ګټې برېښنا په غيرقانوني توګه غځوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن