ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معترضو کارګرو د شمال ډبرو سکرو کان د رياست دروازه بنده کړه

معترضو کارګرو د شمال ډبرو سکرو کان د رياست دروازه بنده کړه

author avatar
25 Jun 2016 - 13:34
معترضو کارګرو د شمال ډبرو سکرو کان د رياست دروازه بنده کړه
author avatar
25 Jun 2016 - 13:34

پلخمري (پژواک، ٥ سرپل ٩٥): د بغلان د ډبرو سکرو يو شمېر ګوښه کړل شوو کارګرو له دندو د لرې کېدو په غبرګون کې اعتراض کړى او په بغلان ولايت کې د شمال زنګ د ډبرو سکارو رياست دروازه تړلې ده.

معترض کارګر چې شمېره يې شاوخوا دوه سوه کسانو ته رسېږي، نن يې د دويمې ورځې لپاره د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې لاريون کړى او د اړوند رياست کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې خپلو دفترونو ته د کار لپاره لاړ شي.

دوى وايي، تر هغو چې د ملي يووالي حکومت د دوى ستونزې حل نه کړي، په هېڅ يوه کان کې به د کار کولو اجازه ورنه کړي.

د محمد جان په نامه يو  ګوښه شوی کارګر وايي چې څه باندې لس ورځې کېږي چې افغان کور خصوصي شرکت رياست د کارګرانو د حقونو له په نظر کې نيولو پرته، دوى ګوښه کړي او څه باندې ٥٨٠ کارګر بې برخليکه شوي دي.

هغه وايي: ((له نننيو لاريونونو مو موخه دا ده چې زموږ حقونه راکړل شي، بېرته پر خپلو دندو وګومارل شو او که چېرې زموږ غوښتنې ونه منل شي، خپلو لاريونونو او مدني حرکتونو ته دوام ورکوو.))

د يار محمد په نوم يو معترض کارکوونکى وايي چې که تر څو ورځو پورې يې غوښتنې پوره نه شي، د افغان شرکت دروازه او مزار- پلخمري لار به وتړي.

خو د بغلان د والي وياند محمود حقمل پژواک ته وويل چې د بغلان ولايت چارواکو څو ورځې وړاندې د کارګرو له لاريون وروسته يو پلاوى واستولو، څو له افغان کور شرکت له رياست سره موضوع وڅېړي، پلاوى موضوع وڅېړله او پايله يې مرکز ته واستوله، ټاکل شوې چې نن يا سبا د ګوښه شوو کارګرانو د ستونزو لرې کولو لپاره يو پلاوى بغلان ته راشي.

د افغان کور شرکت چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.